د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د لسګونه وسله والو وژلو ادعا کړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پوځي عملیاتو پر مهال شاوخوا ۶۰ وسله وال وژلي او ۲۳ نور یې ژوبل کړي دي.

د دفاع وزارت نن چارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا عملیات په کونړ، کندهار، پکتیا، ارزګان، غور، تخار، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

د افغان چارواکو په وینا په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسله او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي. وسله والو لا په دی اړه څه نه دي ویلي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG