د لاسرسي ځای

د اختر د ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو له درو افغانو ځوانانو سره بانډار کړی.

لومړی مېلمه مو ریاض درمل دی چې د افغانستان د ښار جوړونې او کور وزارت کې د ریاست دنده لري.

ریاض درمل

ریاض درمل

دویم مېلمه مو جاوېد سهاک دی چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند په وزارت کې کار کوي.

دواړه درمل او سهاک تر اوږدې مودې په پښتونخوا کې اوسېدلي او څه موده مخکې افغانستان ته ستانه شوي دي.

درېیم مېلمه مو اصف حبیبي دی چې په پراګ کې د مخابراتو په یوه مرکز کې څېړونکی دی. حبیبي وايي، ژر افغانستان ته ستنېږي او هلته کار پیلوي.

جاوېد سهاک

جاوېد سهاک

په بانډار کې مو له دې ځوانانو پوښتنه کړې چې د کډوالۍ پر وخت یې په پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې اخترونه څنګه ول او هغه اخترونه د کابل یا د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو له اخترونو سره څه توپیر لري.

تاسې به په خپرونه کې د درېواړو مېلمنو د زده کړو، افغانستان ته د ستنېدو، هلته د کار شرایطو تر څنګ د ټولنیز ژوند په برخه کې د دوی د تجربو په اړه واورئ.

تاسې به په خپرونه کې د دې ځوانانو په پښتونخوا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د تجربو په اړه هم واورئ.

اصف حبیبي

اصف حبیبي

دوی ګڼي چې په افغانستان کې د لوستو او تعلیم یافته ځوانانو لپاره د کار زمینه جوړه ده خو دوی د رقابت یا سیالیو خبرداری هم ورکوي.

دوی ټینګار کوي چې هغه ځوانان چې په افغانستان کې کار کول غواړي، باید وړتیاوې ولري او په ازموینو او سیالیو کې زبات کړي چې کار کولای شي.

د مېلمنو خبرې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG