د لاسرسي ځای

د برتانیا له وتلو اروپايي ټولنه د ماتېدو هېڅ خطر نه لري


د اروپايي ټولنې کمېسیون مشر ژان-کلاود یونکر

د اروپايي ټولنې کمېسیون مشر ژان-کلاود یونکر

د اروپايي ټولنې کمېسیون مشر ژان-کلاود یونکر ویلي، د برتانیا وتلو پر پرېکړې سربېره د ټولنې راتلونکې له خطر سره نه ده مخامخ.

نوموړي نن چارشنبه په ستراسبورګ کې د اروپايي ټولنې پارلېمان کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، ((د برتانیا پرېکړې درناوی کوي او ورباندې خواشینی هم دی خو اروپايي ټولنه له خطر سره نه ده مخامخ.))

ده وویل، غواړي چې له ټولنې څخه د برتانیې وتلو بهیر ژر ترسره شي چې د ټولنې او ((برتانیا تر منځ اړیکي چې باید دوستانه وي، نوی شکل یا بڼه واخلي.))

ده البته خبرداری ورکړی چې که برتانیا د اروپا د ۵۰۰ میلیونه نفوسو بازار ته لاسرسی غواړي نو باید د اروپايي ټولنې د وګړو د تګ راتګ ازادۍ اصل ومني. د برتانیا وزیراعظمې ټیریسا مې ویلي، له ټولنې څخه د وتلو په اړه رسمي خبرې به تر راتلونکي کاله پورې نه پیلوي.

XS
SM
MD
LG