د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ۱۰۰۰ افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي


د هند حکومت افغانستان ته ۱۰۰۰ تحصیلي سکالرشپونه​ ورکړل.

په کابل کې د هغه هېواد سفارت پرون سېشنبه وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپاره ‎یې دا سکالرشپونه ورکړي چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونو کې به افغانو محصلانو ته ور ووېشل شي.

د سفارت خبرپاڼه وايي چې دا بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا لپاره ورکول کېږي چې د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت او په کابل کې د هند سفارت به‎یې په شرایطو برابرو کاندیدانو ته ور ووېشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG