د لاسرسي ځای

"په افغانستان کې زیات اداري فساد موجود دی"


د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان د نړۍ په درېیو هغو هېوادونو کې نیولی چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات اداري فساد پکې موجود دی.

په دې رپوټ کې د ۱۶۶ هېوادونو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

په ۲۰۱۵م کال کې د دې سازمان د څیړنو پر اساس، افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې د نورو په پرتله زیات اداري فساد پکې کېږي.

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت لوړ رتبه چارواکي په دولتي چارو کې د اداري فساد شتون مني خو وايي چې له دې عمده ستونزې سره مبارزې ته‎ یې په خپلو کاري پروګرامونو کې لومړیتوب ورکړی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان ته د زیات اداري فساد له امله د نړۍ په درېیو وروستیو هېوادونو کې شامل کړی چې ټاکل شوې د اکټوبر په پنځمه په بروکسل کې د دې هېواد پر وضعیت نړیواله غونډه وشي چې د اداري فساد پر ضد د حکومت د مبارزې څرنګوالی به هم په‎کې مطرح شي.

XS
SM
MD
LG