د لاسرسي ځای

د قطر امیر له عربو هېوادونو او ایران غوښتي خپل اختلافات حل کړي


د قطر امیر د خلیج پر عربي هېوادونو او ایران غږ کړی چې خپل اختلافات دې د خبرو له لارې هوار کړي.

د قطر دولتي خبرې اژانس وايي، تمیم بن حماد الثاني د سېشنبې په ورځ د اختر په مناسبت له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره په ټېلېفون خبرې وکړې او ویې ویل چې د تهران او عربي هېوادونو تر منځ اړیکي باید د ښه ګاونډیتوب او دوه اړخیره درناوي پر بنسټ ولاړ وي.

ثاني دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د حج پر سر د ایران او سعودي عرب تر منځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.

په تېرو ۳۰ کلونو کې سږکال لومړی ځل وو چې ایرانیان له حجه بې برخې کړل شول.

XS
SM
MD
LG