د لاسرسي ځای

د کوټه چاودنه کې د وژل شویو شمېر دوو تنو ته ورسېد


د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس سرتېری وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي چې پينخه پکې پولیس سرتېري دي.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، دغه پېښه د سېشبې مازیګر د کوټي په یوه شورش زده سیمه سریاب کې و سریاب میل ته نژدې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د لوي اختر پرمهال د امنیت خوندي ساتلو لپاره ولاړو پولیس سرتېرو خپله ډیوټي ختم کړه او پر لویه لاره یې نویو پولیس سرتېرو ته خپله وظیفه سپارله.

په کوټه کې د ښار پولیسو یوه مشر عبدالله اپریدي بېګا مشال راډیو ته وویل، دایو رېموټ کنټرول بمي برید وو.

اپریدي وویل، په پېښه کې یو پولیس ځای پر ځای ووژل شو او بل په روغتون کې ومړ. ده زیاته کړه چې په چاودنه کې د پولیسو په ګډون نهه کسان ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار د حملې ذمه واري منلې.

XS
SM
MD
LG