د ولسمشر ویندوې محمد هارون چخانسوري پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل هند له افغانستان سره له سترو مرسته کوونکو هېوادونو دی او د افغانستان حکومت له هند سره د اقتصادي همکاریو لا پراختیا د ځان په ګټه ګڼي.
محمد هارون چخانسوري زیاته کړه:
"تاسو ته معلومه ده چې هند له افغانستان سره له غټو مرسته کوونکو دی او دلته یې لویي اقتصادی پروژې درلودې. لکه د پارلمان ودانۍ د افغانستان او هندوستان د دوستۍ [سلما] بند، د زرنج او دلارام سرک او د چابهار بندر چې کار یې لا هم دوام لري. له افغانستان سره د هند د سترو مرستو بسته بشپړه شوې نو ولسمشر به د نورو اقتصادي پروژو پر پيل له هندي لوري سره خبرې وکړي. خو د دې ترڅنګ به دواړه خواوې د ترورېزم ضد پر ګډه مبارزه هم خبرې کوي. "
د افغانستان حکومت په وروستیو کې له اسلام اباده غوښتنه وکړه چې هندي سوداګرو ته له افغانستان سره د تجارت لپاره په"واګه" بندر کې لار ورکړي.
کابل د اسلام اباد حکومت ته خبرداری هم ورکړ چې په غیر صورت کې به د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تجارت لار ورته وتړي.
هندۍ خپرونې "ټایمز اف انډیا" لیکلي چې اسلام اباد ته د کابل دا خبرداری پر هغو هندي سوداګرو چې په افغانستان کې او د دې هېواد له لارې په منځنۍ اسیا کې د سوداګرۍ لويې ګټې يې په نظر کې نیولې، د "زیري" په څېر خوږ لګېدلی دی.
زیات هندي سوداګر تمه لري چې زیات مالونه یې په مناسبه بیه او لنډ وخت کې د افغانستان مارکېټونو او د دې هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ورسېږي پیداکړي.
هندي سوداګر سونیت کوچار ټایمز اف اینډیا ته ویلي چې د افغانستان له لارې به د هند تولیدات په ټوله سیمه کې نوو مارکیټونو ته اسانه او ارزانه لار پیدا کړي.
سونیت کوچار ویلي:
"پاکستان تل خپلې لارې هندي سوداګرو ته بندې کړې چې له افغانستان سره تجارت وکړي. خو د واګه بندر له پرانيستلو سره به د هند دا خوب ریښتیا شي چې خپل سوداګري مالونه د منځنۍ اسیا مارکیټ ته ورسوي. "
هند په عمومي ډول چای، سپک مشینونه او کالي افغانستان ته صادروي خو د "واګه" بندر له لارې به په کمه بیه او لنډ وخت کې زیات نور مواد هم دې هېواد او د منځنۍ اسیا مارکيټونو ته صادر کړي.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي، د چابهار بندر له بشپړېدو او له چینه افغانستان ته د رېلګاډي لارې له جوړېدو سره به پر پاکستان د افغان سوداګرو تکیه کمېږي.
د هندي سوداګرو لپاره د "واګه" بندر پرانیستل کېدل به د افغانستان له سوداګرو سره هم مرسته وکړي چې خپل مالونه په لنډ وخت کې هند ته ورسوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل چې دوی افغان سوداګرو ته په "واګه" کې د ترانزیټ لار ورکړې خو کابل له اسلام اباد سره د ټرانزیټ د یوه تړون پر اساس، نه شي کولای چې هندي مالونه د پاکستان له لارو وارد کړي.
خو ښاغلي حافظي ازادي راډیوته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ موافقه له نیمګرتیاوو ډکه ده .
هغه ټینګار وکړه چې پاکستان باید نړیوالو قوانینوته د خپل تعهد پر اساس په "واګه" کې سوداګرو ته لار ورکړي.
اذرخش حافظي زیاته کړه:
"موږ په دې برخه کې له پاکستان سره دوه نړیوال تعهدونه لرو. یو د تجارت د نړیوال سازمان او بل د ژنیو د کنوانسیون چې په هغه کې باید د واګه بندر د ټرانزیټ او انتقالاتو لپاره د یوه او بل لپاره پرانېزو. "
په هند کې د تجارتي خونو"اندوفارین چمبرز اف کامرس" مشر بي کې بجاج هندۍ خپرونې "ټایمز اف انډیا" ته ویلي، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او سمندر ته لار نه لري، له دې امله د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړهلیک پر اساس مجبور دی چې سمندر ته لار ورکړي.
د ازادۍ راډيو راپور