د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر هند ته ځي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا(چارشنبه) نوي ډیلي ته ورسېږي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلی غني به پرګډوګټو د "نږدې مشورې" لپاره له وزیراعظم نریندرا مودي سره وګوري.

د دې وزارت خبرپاڼه وايي: " دا سفر به دواړو مشرانو ته پر دوه اړخیزې همکارۍ او داسې مسلو د مخامخ بحث موقع وکړي چې دواړو هېوادونو ته مهمې دي. "

د هندي مطبوعاتو په حواله، وزیراعظم نریندرا مودي به په دې خبرو کې له کابل سره د پوځي مرستو د زیاتولو هوکړه هم وکړي.

خو د افغانستان اوهند حکومتونو په دې اړه نور جزیات نه دې څرګند کړي.

ولسمشر غني به له هندي سوداګرو سره وګوري او په نوي ډيلي کې یوه څيړنیز مرکز ته وینا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG