د لاسرسي ځای

تازه خبر

سند شکارپور:د اختر لمانځه کې ځانمرګی بريد ۱۳ تنه ژوبل


د پاکستان سیند صوبې په شکارپور کې نن سهار د اختر لمانځه پرمهال په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دیارلس کسان ژوبل شوي چې دوه پکې پوليس سرتېري دي.

د پاکستان سیند صوبې په شکارپور کې نن سهار د اختر لمانځه پرمهال په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دیارلس کسان ژوبل شوي چې دوه پکې پوليس سرتېري دي.

ځايي چارواکو مطبوعاتو ته ويلي چې ځانمرګی برید د شییعه مسلمانانو په یو جومات کې شوی دی.

د برید ذمه واري لا هم هېچا نه ده منلې.

نن سېشنبه په پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده خو په دغه ملک کې د ځينو پښتني سیمو لکه باجوړ، مومند او شوکدر اوسېدونکیو پرون دوشنبه له سعودي عرب، افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو سره لوی اختر ولمانځلی.

XS
SM
MD
LG