د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او روس ګډ پوځي مشقونه پیلوي


د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په يو راپور کې راغلي پاکستان او روس د روان کال په پای کې مشترکه پوځي جنګي مشقونه کوي.

د ورځپاڼې له مخې په ماسکو کې د پاکستان سفير قاضي خليل ويلي دي چې په لومړي وار د دواړو ملکونو پوځيان په مشترکه مشقونو کې برخه اخلې چې د ۲۰۱۶م کال دوستۍ نوم یې ورکړی دی.

د پاکستان او روس د جنګې مشقونو په باب چې د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وياند نفيس زکريا څخه وپوښتل نو نوموړي مشال رېډيو ته وويل چې پاکستان او روس تر مينځه تعلقات د بهترۍ په لور روان دي او د جنګي مشقونو او يو بل سره په مرستو کولو به دا اړيکې نورې هم مضبوطې شي.

(زه د پاکستان او روس تر مينځه جنګي مشقونو په اړه خو څه خاص معلومات نه لرم خو زه دا ويلی شم چې دواړه هېوادونه په مختلفه شعبو کې د يو بل سره رانزدې شوې دي۔تاسو ته پته ده چې اوس کوم روس ته د شمال جنوب ګيس پایپ لاین معاهده ميلاو شوه دا د دوه بیليون ډالرو ده چې یوه غټه معاهده ده۔ نو د دې ټولو خبرو نه دا ښکاري کېږي چې د دواړو ملکونو تر مينځه اړيکي ډيرې په تيزۍ سره مخکې روانې دي.)

نفيس زکريا زياته کړه چې پاکستان په بهتره خارجه پالسيو يقين ساتي او غواړي چې ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د دوستۍ او ورورولۍ رشته وساتي او دغه شان له روس سره روانې تازه اړيکې به هم په سيمه کې د امن او خوشالۍ په لور يو ګام وي.

(په مختلیفه وختونو کې زموږ له سويت يونين او روس سره ډېره ښه همکاري پاتې شوې ده چې اوس هم ده، تجارت مو ورسره پاتې شوی۔ خو اوس موجوده حکومت په دې پاليسۍ زور ورکوي چې له ګاونډيو ملکونو سره په اړيکو پام وساتل شي۔ له ډېرې مودې موږ دا خبره کوو چې پاکستان په دې سيمه کې د يو پُل کردار لوبولی شي خو موږ په دې برخه کې کوم ځانګړي ګامونه نه دي پورته کړي.)

که څه هم په تېرو وختونو کی د پاکستان او روس تعلقات ډير ښه نه دي پاتې شوي خو له څه مودې راهيسې د دواړه ملکونو اړيکو کې ښه والی ترسترګو کيږي.

د دفاعي چارو کار پوه بريګيډيېر محمود شاه وايي د پاکستان او روس تر مينځه مشترکه جنګې مشقونو سره به نه يواځې په سيمه کې توازن راشي بلکې دواړه ملکونه به د يو بل له دفاعي تجربونه ګټې هم تر لاسه کړي.

ياده دې وي چې د پاکستان او روس تر مينځه په ۲۰۱۵ کې د اېم ای ۳۵ هيليکاپټرو یو تړون شوی وو او اوس پاکستان له روسیې دجنګې الوتکو اېس يو ۳۵ اخيستو په باب هم خبرې اترې کوي.

XS
SM
MD
LG