د لاسرسي ځای

د اختر له خوشالیو محرومه د تیرا راجګل کډوال


د تیرا راجګل بې کوره کړل شوي کډوال د مشال راډيو له خبریال فرهاد شینواري سره خبرې کوي

د تیرا راجګل بې کوره کړل شوي کډوال د مشال راډيو له خبریال فرهاد شینواري سره خبرې کوي

د خیبر ایجنسې د جمرود لیرې پرتې سیمې تیرا راجګل نه بې کوره شوي خلک وایی چې(( خوا وشا څلور کاله وړاندې وسلوالو طالبانو د دوي په سیمه قبضه وکړه او دوی ترې کډې وکړې او په جمرود کې دېره شول.

دغه کډوال وایي، د جګړو او نا امینو له لاسه له تېرې اوږدې مودې راهیسې د خپلو دودونو له مخې د اخترونو له لمانځلو محرومه دي.

د تیرا راجګل لعل محمد کوکيخېل وایي:

(باور وکړئ چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې مې ځان او خپلو ماشومانو ته نوې جامې نه دي ګنډلې او نه مو د قربانۍ څاروي اخیستي دي، په زړو جامو کې اخترونه تېروو. په تیرا راجګل کې چې امن وو نو هلته مو خپلې رمې وې او هر څه ډېر وو، خپل دودیز خواړه به مو جوړول، وریتې غوښې او کرایانې به مو تیارولې خو اوس له دې هر څه بې برخې یو.)

او یو بل بې کوره شوي تن جان باز کوکيخېل وویل چې(( ډېر بې سوره یو بچي مې څلور او پینځه ورځې وږي ناست وي. اوړه مو نه وي، مزدوري نشته، څه وکړو، په خپل وطن به مو ډېر ښه اختر وو خو دلته هغه رنګ اختر نشته موږ غواړو چې سیمه مو له وسلوالو پاکه او موږ ورته بیرته ستانه کړي.)

طالب خان کوکيخېل وویل: (( ماشومان رانه نوې جامې او پیزار غواړي، ډېرې وعدې مې ورسره وکړې خو اوس یې نه لرم چې دا هر څه ورته واخلم.)

د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر یو او خیبر دویم پوځي عملیاتو په نتیجه کې د خیبر ایجنسې د باړې او تیرا میدان زیاتره برخې له وسلوالو پاکې کړې دي خو په تیرا راجګل کې د وسلوالو پرضد عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG