د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې شل ترهګرې ډلې فعاله دي


د ناټو ځواکونو امريکايي يوځي قومندان جنرال جان نکولسن
د ناټو ځواکونو امريکايي يوځي قومندان جنرال جان نکولسن

د یکشنبې ورځ په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د سیپتېمبر یولسمې د ترهګريزو بریدونو ۱۵ م تلین لمانځغونډې وشوې. په دې اړه په کابل کې هم د یکشنبې ورځ جوړې شوې يوې دستورې ته په خپله وينا کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امريکايي يوځي قومندان جنرال جان نکولسن وويل:

(افسوس دی چې د يولسم سیپټېمبر ورسته ترهګرې ډلې زياتې شوي دي، دا مهال اته نوې ډلې پهنړيواله کچه ترهګرې ګرځول شوي دي چې شل يې په دې سيمه يانې افغانستان او پاکستان کې دي نو دلته کې ستاسو موجودګي په دغه ډلو د فشار ساتلو په لړ کې مرسته ورکوي او په يوه نه يوه حواله په راتلونکې کې زموږ په هېوادونو د ممکنه بريدونو د مخنيوي په لړ کې ملاتړ کوي.)

بلخوا د ۲۰۰۱م کال د ستمبر یولسمي په ترهه ګريزو بریدونو کې د وژل شوو کسانو د یادونې د مراسمو په موقع د امريکا ولسمشر براک اوباما په امريکايانو غږ وکړ چې د دښمنانو پرضد يو موتي شي. براک اوباما له واشنګټنه بهر د پنټګان ميموريل سروس ته په خپله وينا کې وويل چې قام به هغه خلک هېڅکله هېر نه کړي چې د ۲۰۰۱ م کال د يولسم سیپتېمبر په بريدونو کې وژل شوي ول.

په هغو بریدونو کې نږدي ۳۰۰۰ کسان وژل شوي ول. د ۲۰۰۱م کال د سیپتېمبر یولسې نېټې برید چې پکې د القاعده وسله والو څلور تجارتي الوتکې تښتولې وي، د امریکا په خاوره تر ټولو خونړی بريد و، وسله والو دوه الوتکې په نيويارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز له ودانیو سره جنګولې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG