د لاسرسي ځای

د کندهار میرویس روغتون ته ننوتي بريدګر ووژل شول


د کندهار ولايتي چارواکي وايي چې په میرویس روغتون کې دننه يې دوه بریدګر وژلي او جګړه پای ته رسېدلې.

دغه وسله وال نن دوشنبه تر غرمې مخکي یوولس نيمي بجې د میرویس روغتون جراحي واټ ته ننوتل.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دوه بریدګر چې د کندهار والي پر مرستیال عبدالعلي شمسي يې د حملې نیت درلود د ملي امنیت ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د خپلواک په وینا مخکي تر دې چې مرستیال والي د معمول په څېر د اختر په لومړۍ ورځ روغتون ته ولاړ شي او د ناروغانو پوښتنه وکړي د دولت وسله والو مخالفینو پلان درلود چې د روغتون په عاجل واټ کې پر نوموړي حمله وکړي.

خپلواک زیاتوي چې حمله کوونکو ځانونه د ناروغانو د پایوازانو په ډله کې روغتون ته داخل کړي و.

د خپلواک په خبره یو حمله کوونکو د پېښې په لومړيو شېبو او یو بل تر یو ساعت مقاومت وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شو.

هغه زیاته کړه:

"هر کال د ولایتي ادارې رهبري د اختر په لومړۍ ورځ روغتون ته ځي او هلته د ناروغانو پوښتنه کوي، نن هم موږ عین پلان درلود خو مخکي تر دې چې وسله وال خپل هدف ته ورسېږي د ملي امنیت د ځواکونو لخوا دواړه حمله کوونکي ووژل شول."

چارواکي وايي، په پېښه کې د ملي امنیت یو کارمند ټپي شوي نور تلفات نه لري.

تر اوسه ددې حملې مسؤلیت چا نه دي منلی.

میرویس روغتون چې د حوزې په کچه فعالیت کوي پخوا هم د امنیتي ګواښونو په وجه په دغه روغتونکي د سره صلیب د نړیوالي کمېټې کاروونکو خپل فعالیتونه درولي و.

خو څو میاشتې مخکي په روغتون کي د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي سره د سره صلیب کمیټې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړ.

یاد روغتون د حوزې په کچه یو له لویو روغتونونو څخه دی چې پر کندهار سربېر د هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو ناروغان هم ورته راوړل کېږي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG