د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټه نمونیا شوې


د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلینټنې د نمونيا ناروغي اخیستې ده.

د هغې ډاکټرې تر هغه وروسته دا خبره کړې چې هيلرې کلنټن پرون په ناڅاپي توګه له هغو مراسمو ولاړه چې د سیبتېمبر یولسمې نېټې بریدونو د پنځلسمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي ول.

د هيلرې کلنټن ډاکټرې ليزا برډک په خپل يو بيان کې ويلي دي چې د سیپتېمبر په نهه د هيلري کلنټن په طبي معاينه کې دغه ناروغي تشخيص شوې ده.

ليزا زياتوي چې هيلري له الرجۍ سره اړه لرونکی ټوخی هم لري. ډاکټر هيلري کلنټن ته پرون د دوايانو اخستو او آرام کولو مشوره ورکړې.

XS
SM
MD
LG