د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو، باجوړ او شوقدر کې لوی اختر دی


نن دوشنبه د مومندو او باجوړ تر څنګ د چارسدی په شوقدر کې هم لوی اختر دی.

د یادو سیمو په جماتونو کې بیګا ماسخوتن ولس ته د اختر لمونځونو وختونه او ځایونه اعلان شوي ول.

ولس نن د ګل/دوشنبې سهار تر لمونځونو وروستو د وړو او لویو څارویو قربانۍ وکړې.

مقصود خان مومند وايي نن یې اختر کړی دی، خو زیاتوي په دې به ډېر خوشاله وی که ټولو پښتنو وړوکی او لوی اختر په یوه ورځ لمانځلی.

[اختر دی کنه د افغانستان او د سعودي عرب، موږ ته پکار ده چې له سعودي عرب سره مو اختر وي، دلته یو بله مسله ده، ترونه مې بل ځای اوسېږي، د هغوی اختر نن نشته]

ځینې مشرانو وویل چې د هغوی د وړوکوالي اخترونه به ډېر خونده ور ول، په کلي کې به د شمېر یوڅو مالدارانو قرباني کوله، خو د ولس له یو بل سره مینه ډېره زیاته وه.

[زما نوم شېر علي دی، موږ (چې واړه وو) جامو ته به خوشالېدو، مېلو ته به خوشالېدو، مور پلار به یو انیز(د روپۍ شپاړلسمه برخه) یا دوه انیز راکړو، او موږ به مېلو ته تلو، دغه ګاډي به مو ځان له اخیستل، دغه زموږ خوشالیانې وې، اوس هغه نشته.]

له مشال راډیو سره په خبرو کې خلکو ویل چې له قربانۍ وزګار شي نو بیا هغه کورنیو ته د دعا لپاره ورځي چې تر اختر وړاندې غمجن شوي ول.

نن د مومندو په حلیمزو، ساپو، خواييزو، بایېزو ، پنډیالي او امبار، د باجوړ په ماموندو او ځینو نورو څنډو کې اختر دی خو د شوقدر په مټه مغلخېلو او خواجه وس کې اختر نه وو.

XS
SM
MD
LG