د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپټمبر ۱۱ مه او افغانانو ته اوښتي زیانونه


افغان سرتیري د طالبانو پرضد عملیات کوي
افغان سرتیري د طالبانو پرضد عملیات کوي

صفي الله ستانکزی کابل

په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې پيل شوې جګړه له یوې نیمې لسیزې واوښته چې په‌کې ښکېلو خواوو ته د زرګونو قربانیانو په اړولو سربېره هر کال عامو افغانانو ته هم بې‌سارې او درنه مرګ ژوبله اړوي.


په افغانستان کې روانه جګړه په ۲۰۰۱ کال کې وروسته له هغه پیل شوه چې القاعده شبکې د همدغه کال د سپټمبر په یوولسمه د نړیوالې سوداګرۍ پر ټاورونو د الوتکو په کارولو خونړۍ حملې وکړې او نېږدې درې زره کسان‌یې ووژل.

افغان حکومت وايي چې تر ۲۰۰۵ کال پورې ډېری افغانان د بهرنیانو په هوايي حملو کې ووژل شول، خو بیا تر اوسه د اکثریت افغان وژنې عاملین وسله‌وال مخالفین دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي مشال راډیو ته وویل د افغان او بهرنیو ځواکونو له‌خوا د ملکیانو مرګ ژوبله ټیتې کچې ته رسېدلې خو مخالفین برعکس ورځ تر بلې زیات عام خلک په نښه کوي.

هغه زیاته کړه:

"تر ۲۰۰۵ کاله پورې چې کومې هوايي حملې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا د خپلو پلیو سرتېرو د ملاتړ لپاره ترسره کېدلې، د دې لپاره چې معلومات ناسم و متأسفانه د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته وه، خو په دې وروستیو کې لږ تر لږه په دې دوو کلونو کې چې د ملي وحدت حکومت رامنځته شوی دی، د بهرنیو او افغان ځواکونو له‌خوا د ملکیانو مرګ ژوبله حد اقل ته رسېدلې، خو متأسفانه د ملکیانو د مرګ ژوبلې عمده لامل د طالبانو ړندې او هدفي حملې دي."

وسله‌وال مخالفین بیا تل په خپلو بیانونو کې د ملکیانو د ډېریو مرګ ژوبلې پړه په دولت پلویو ځواکونو وراړوي، هغه ادعا چې افغان چارواکي او بهرني ځواکونه‌یې ردوي.

د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر د ۲۰۱۶ کال تر جولای پورې په افغانستان کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو په اړه نړیوالو ادارو څېړنې کړي او پایلې یې خپرې کړي دي.

براون پوهنتون د جګړې د تاوان په نوم د پروژې په رپوټ کې ویلي چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰‍۱۴ کال پورې ۲۶۲۷۰ عام افغانان او ۲۳۴۷۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.

د براون پوهنتون شمېرې په ویکي پیډیا کې هم راغلي او ویل شوي چې څه باندې ۲۶۰۰۰ افغانان د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر تر ۲۰۱۴ کاله پورې وژل شوي دي.

کانګرېسنل ریسرچ سروېس او ځینو نورو ادارو هم په خپلو رپوټونو کې پاسنۍ شمېرې یادې کړې دي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د ۲۰۰۹ کال له جنوري نه د ۲۰۱۶ کال تر جولای پورې د وژل شویو افغانانو شمېر ۲۲۹۴۱ تنه ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي تادامچي یاماموتو افغانانو ته اوښتې مرګ ژوبله د سختې اندېښنې وړ وبلله او ویې‌ویل چې له عاملینو سره‌یې هرومرو حساب کېږي.

هغه زیاته کړه:

"زه د جګړې ښکېلې خواوې دې ته متوجه کوم چې د جرایمو او جنایتونو، تاوتریخوالي او ناوړه استفادو حساب، کتاب به وخت ونیسي، خو یقین لرم چې حساب به کېږي، ان د سولې په نشتوالي کې هم د جګړې ښکېلې خواوې مکلفې دي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې کموالي ته خاصه پاملرنه وکړي."

د یوناما، بروان پوهنتون،کانګرېسنل ریسرچ سروېس او ویکي پيډيا له‌خوا د وړاندې شویو ارقامو په ټولولو سره دا په ډاګه کېږي چې د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر د ۲۰۱۶ کال تر جولای پورې ۳۱۴۳۸ عام افغانان وژل شوي او ۴۰۹۹۲ نور ټپيان دي.


د دغو مرګ ژوبلو عمده عوامل د مخالفینو د ځای په اړه ناسم معلومات، جنګي تېروتنې، د ځینو سیمو سقوط، د ماینونو چاودنې، ډله‌ییزې او ځان وژونکې حملې بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت د بشري حقونو مشره ډانیل بېل په ۲۰۱۶ کال کې د ملکیانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت ډېره او د اندېښنې وړ بولي.

هغه زیاتوي:

"د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوناما د ملکیانو ۵۱۶۶ مرګ ژوبلې ثبتې کړې دي، په دې کې ۱۶۰۱ وژل شوي او ۳۵۶۵ ټپیان شامل دي، دا شمېر یو ځل بیا د مرګ ژوبلو په نیم کلن راپور کې تر ټولو لوړ شمېر ښيي."

په ۲۰۱۶ کال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي رپوټ د ماشومانو او ښځو د مرګ ژوبلې فیصدي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو او د شرم وړ بللې او ویلي یې دي چې هر کال دا مرګ ژوبله پنځه فیصده زیاتېږي.

په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۶ کال د شپږو لومړیو میاشتو د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مسؤل ۶۰ فیصده وسله‌وال مخالفین، ۲۳ فیصده حکومت پلوي پوځیان او پاتې نور نورې ډلې بلل شوي دي.

د بشري حقونو مدافعان وايي په افغانستان کې د جګړې ښکېلو خواو تل عام خلک په نښه کړي او ورځ تر بلې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې شمېر مخ په لوړېدو دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ډاکټر رفیع‌الله بېدار مشال راډیو ته وویل د شمېرو له مخې له ۲۰۰۹ کال راهیسې څلوېښت زره افغانان وژل شوي چې یو انساني ناورین‌یې رامنځته کړی دی.

هغه زیاته کړه:

"د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ۲۰۰۹ میلادي کال را په دې خوا دغه شمېرې راټولې کړي دي، په دغو کلونو کې چې موږ کوم ارقام راټول کړي دي، یوازې د ملکي تلفاتو شمېر شاوخوا څلوېښت زرو ته رسېږي، د خواشینۍ ځای دی چې د ملکي تلفاتو اندازه همېشه د فیصدۍ په حساب زیاتوالی ښودلی او ډېر کم داسې لیدل شوي چې په عمومي ارقامو کې کموالی راغلی وي."

ښاغلی بېدار وایي، که د جګړې ښکېلې خواوې د جګړې اصول همدارنګه تر پښو لاندې کړي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې کمولو ته پام ونه‌کړي د افغانستان راتلونکې به له جدي خطر سره مخ او د وګړو حقونه به‌یې تر پښو لاندې وي.

که څه هم په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړه نړیوالو پیل کړه او وروسته افغان پوځیانو هم په‌کې برخه واخیسته خو د پای ته رسېدو په اړه‌یې اټکل ځکه ګران دی چې افغان پوځیان له دوو کلونو راهیسې دا جګړه یوازې سر مخته وړي او ورځ تر بلې مخالفې ډلې غښتلې او زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG