د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي پنجاب کې د پوځ عملیات دوام لري


د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوا
د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوا

د پاکستان پوځ وايي چې د پنجاب او بلوچستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې يې د د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلې دي او يو شمير نور یې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.

د پوځ د ولسي اړیکو اداره وايي چې امنيتي ادارو د خالي په ورځ د پنجاب صوبې راجن پور ضلعې په ګياندري سيمه کې په لومړي ځل عملیات پیل کړي دي. د دغو عملیاتو پرمهال یو حکومتي سرتېری هم وژل شوی دی.

د تېرې مياشتې په اتمه نيټه د کوټې په سول هسپتال کې د ځان وژنکي بريد ورسته د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف په ملک کې په فوري توګه د عملیاتو شورو کولو حکم ورکړی و او پوځ ترمخه چې تر دې دمه يې په لسګونو وسله وال سره د وسلې او بارودو نيولې دي.

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناءالله مطبوعاتو ته ويلي دي چې د کوټې پېښې ورسته دا محسوسه کړل شوې وه چې په پنجاب کې د وسله والو، ناقانونه ګرځولې شوو تنظيمونو او دوی ته د اسانتیاوو برابرونکیو پر ضد عمليات کونکو اهلکارانو سره د مرستې لپاره به د رینجر ځواکونو کومک هم اخیستل کېږي.

خبريال او د سياسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر وايي چې د ملک ځینو سياسي ګوندونو به وخت پر وخت دا ويل چې وسله وال او ناقانونه ګرځولې شوو تنظيمونو غړي په جنوبي پنجاب کې شتون لري نو حکومت دې پرضد عمليات وکړي خو مسلم ليګ ن به يې هميشه مخالفت کوو نو اوس د نړيوال فشار له وجې پاکستان پوځ هم مجبور شو چې په پنجاب کې د وسله والو او ناقانونه ګرځول شوو تنظيمونو پرضد کارروايي وکړي.

په لاهور کې د دفاعي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري وايي چې پوځ خو له وړاندې څخه عمليات کول غوښتل خو پنجاب حکومت او وفاقي حکومت يې په حق کې نه و.

نوموړي زياته کړه چې موجوده وخت کې حکومت رينجرو ته د داخلې اجازه ورکړه او ظاهره ده چې په اول وختونو کې به په مخصوصو ځايونو کې کارروايي کوي خو څه وخت ورسته حالات بدليدی هم شي او که رينجرز خپلې کارروايانو کې تيزي راولي او د مسلم ليګ ن سياسي ګټو ته ترې زيان رسي نو بيا د پوځ او حکمران ګوند ترمينځه يو وارې بيا تاو تريخوالې زياتيدې شي.

XS
SM
MD
LG