د لاسرسي ځای

تازه خبر

حاجیان نن د عرفات غونډۍ کې دي


یو حاجي د عرفات پر غونډۍ
یو حاجي د عرفات پر غونډۍ

په سعودي عربستان کې ملیونونو مسلمانو د حج مراسم له پرونه راهېسې پيل کړي دي. راپورونه وايي د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه یو نیم ملیونه مسلمانان سږ کال د حج لپاره ورغلي دي.

د سعودي عرب حکومت وايي د امنیت او حفاظتي تدابیرو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

پرون حاجیانو د حج په سپینو جامو کې له مکې نه مینه ته سفر پيل کړ. دوی د خپل پیغمبر حضرت محمد ( ص ) سنت پر ځای کوي. نن سهار د لمر د راختلو سره سم حاجیانو د عرفات غونډۍ ته مخه وکړه. د عرفات غونډۍ له مکې نه په شل کلومټرۍ کې موقعیت لري.

د عرفات پر غونډۍ حاضرېدو ته د حج رکن اعظم هم وايي. حاجيان د لمر له ختلو وروسته د منی نه عرفات غونډۍ ته روان شول او هلته به د حج خطبه اوروي.

د خطبې له اورېدو ورسته به حاجيان د ماسپښين او مازيګر لمونځ ادا کوي او په میدان عرفات کې به د لمر پرېوتو پورې ايسار وي.

له هغې وروسته به حاجيان مزدلفې ته راونيږي او تر سهاره به هلته ايسار وي. وروسته به دوی شيطان په کاڼو ولي او له هغې وروسته به بيا قرباني کوي.

د راپورونو له مخې د سعودي عرب حکومت د حج د پنځو ورځو لپاره امنیتي تدابیر نور هم سیوا کړي دي چې دا شان د تیرکال په څیر د ټیل ماټيل مخنیوي وکړل شي د ایران او سعودي عرب تر مینځ د خرابو اړیکو له وجې سږ کال په لسګونه زره ایرانیان په حج کې برخه نه لري.

سږ کال د سعودي عرب حکومت حاجیانو ته ځانګړې « کړې » ورکړي چې په لاس کوي به یې. په دغو کړو کې د هغه حاجي په اړه پوره معلومات د یو چیپ د لارې خوندي وي او د ضرورت یا حادثې په وخت کې ددغه تن په اړه معلومات حکومت ته ورکولی شي.

حج د اسلام له پنځو رکنونو څخه یو دی چې شتمن مسلمان یې پوره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG