د لاسرسي ځای

خېبر پښتونخوا: په بېلا بېلو پېښو کې یو پولیس وژل شوی


د خېبر پښتونخوا په پېښور او صوابۍ کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي چې نامعلومه وسله والو بېګا د پولیس یو عسکر په ډزو وژلی دی.

په بله پېښه کې په صوابۍ کې یو پولیس ټپي شوی دی خو د پولیسو په وینا دوی په ځوابي کاروايي کې دوه برید کوونکي وژلي دي.

تر اوسه چا د دې پېښو ذمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG