د لاسرسي ځای

“حکومت دې له مشورې پرته د بیارغونې کارونه نه کوي”


د شمالي وزیرستان د میرعلي او میرانشاه بازار د دوکانونو مالکانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې حکومت دې د دوی له سلا مشورې پرته د بیا رغونې کارونه نه کوي.

دوی وايي،که حکومت په خپل سر دا دوکانونه جوړ کړې نو دا به هلته د ولس ترمنځ د شخړو او جګړو سبب شي.

تر دې هم وړاندې د شمالي وزیرستان کاروباریانو په پېښور کې د خبري غونډې له لارې له حکومته دا غوښتنه کړې وه چې د دوکانونو پر جوړولو دې له دوی سره سلا مشوره وکړي.

XS
SM
MD
LG