د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري او سرګې لاوروف پر شام ږغېدلې


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن په جنیوا کې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره کتلي دي او له هغه سره يې په شام کې د روانې جګړې په سیاسي هواري خبرې کړې دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدو وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، د خبرو اترو موخه دا ده چې په شام کې تشدد کم کړل شي، د شام له ولس سره بشري مرستې وغځول شي او د کورنۍ جګړې پای ته درسولو لپاره یو سیاسي جوړجاړي لور ته ګامونه واخیستل شي.

واشنګټن او ماسکو د شام په کورنۍ جګړه کې د بیلا بیلو خواو مرستې کوي. په دې جګړه کې چې له تېرو پینځو کالو راهیسې دوام لري څلور لاکه خلک وژل شوي دي. کریملن د شام د ولسمشر بشرالاسد مرسته کوي او امریکا د هغه یاغیانو ډلو شاته ولاړه ده چې د بشرالاسد حکومت نه مني.

جان کیري او لاروف په دې نیزدې اوونیو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې او نورو سختدریځو پرضد د جنګېدو لپاره د پوځي مرستو په ډېرولو خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG