د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون افغان زده کوونکي د اسنادو ترلاسه کولو ستونزې لري


په پېښور پوهنتون کې افغان زده کونکې وایي، چې د پي او ار (رجسټرېشن) کارډونو نه لرلو له وجې د تعلیمي اسناد په ترلاسه کولو کې ستونزې لري.

د افغان زده کوونکیو اتحادیې مشر شاکر الله مشال راډیو ته وویل چې د افغان کډوالو د رجسټرېشن کارډونو موده نه غځېدو له وجې افغان زده کوونکیو ته تعلیمي اسناد ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل چې دا مسله نه صرف د یونیورسټۍ په کچه بلکې د پرایوېټ سکولونو په سطح هم را-اوچته شوې ده.

د ده په وینا چې په رجسټرېشن کارډونو کې که درې میاشتو موده وغځول شي نو مسله هوارېدلی شي.

’تېر کال د کارډ موده ختمېدو پس د پاکستان او افغانستان حکومت او د

یو بل افغان زده کونکې ابراهیم ځاځی وایي، د افغان زده کوونکیو په مشکلاتو کې اضافه شوې ده باید چې دا مسله د پېښور پوهنتون چارواکي هواره کړي.

’مسله د پي او ار کارډونو له وجې ده چې د هغې نېټه ختمه شوې ده نو دا یوه

د ذکر ده په دې ورستیو کې هم د افغان کډوالو مشرانو د پرېس کانفرنس د لارې د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې یو اېن اېچ سي ار

نه غوښتنه کړې وه چې د پاکستان په مختلفو پوهنتونو کې د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړې شي او د رجسټرېشن کارډونو په لړ کې دې زده کونکو ته سهولت ورکړل شي. ‘

کله چې مشال راډیو په دې اړه د پېښور پوهنتون مطبوعاتو څانګې ویاند اختر امین سره رابطه وکړه نو د هغه وینا وه چې اوس به افغان زده کونکو لپاره دا رجسټرېشن کارډ لرل لازمي وي.

’د اسنادو دا غوښتنه په دا ورستیو کې شروع شوې ده او تاسو له مالومه ده. هر کال په پېښور پوهنتون کې په مخصوصو سیټونو اووه څلویښت افغان زده کونکي راځي او له دې علاوه په ازاد سيټونو هم افغان زده کونکو ته داخلې ورکړل کېږي. ‘

XS
SM
MD
LG