د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو رپوټ وستایل شو


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې نن د جمعې ورځ د فاټا اصلاحاتو په اړه په لومړيځل د فاټا لپاره ګمارلې اصلاحاتو کمېټۍ خپل رپورټ وړاندې کړ۔ د کمېټۍ مشر او د وزير اعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز قامي اسمبلۍ ته وويل چې د فاتا په اړه ټولې خواې پر دې یوه خوله ول چې قبایلي سیمې دې له خیبر پښتونخوا سره یوځای کړل شي.

له قبایلي سیمو د واکمن مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان مشال راډيو ته وويل چې په قامي اسمبلۍ کې مختلیفو ګوندونو د کمېټۍ رپورټ وستایلو خو د ځینو ګوندنو د خپلمنځي بحث له کبله پر رپورټ تفصيلي خبرې و نه شوې. نوموړي وویل تر اختر ورسوته به د قامي اسمبلۍ په غونډه کې پر دې رپورټ بحث کېږي او امېد دی چې تفصیل به یې هم رامخې ته شي.

تر دې وړاندې سرتاج عزیز په خپل بیان کې وویل، دوی غواړي چې د قبایلي سیمو ولس هم په قامي بهیر کې شامل کړل شي او د دوی محرومیانې پای ته ورسول شي.

د پاکستان سرکاري ټېليویژن د یو خبر له مخې نن د جمعې په ورځ د وزیر اعظم نوازشریف بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز قامي اسمبلۍ ته د فاټا اصلاحاتو رپورټ وړاندې کړ.

پر دې مهال سرتاج عزیز په خپل بیان کې وویل، دوی غواړي چې د قبایلي سیمو ولس هم په قامي بهیر کې شامل کړل شي او د دوی محرومیانې پای ته ورسول شي او لکه د نورو صوبو د خلکو ورته حقونه ورکړل شي نو په دې بیناد دوی په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو عمل پیل کړو.

د نوموړي په وینا چې د دې مقصد لپاره یې ګمارلې کمېټۍ د فاټا ټولو ایجنسیو دورې وکړې او له هغه وروسته یې یوه جرګه وکړه.

سرتاج عزیز وویل چې د فاټا د ايني حثیت بدلون لپاره څلور لارې ټاکل شوې وې چې پکې:

لومړۍ موجوده حیثیت پرځای ساتل

دویم یوه بېله صوبه جوړول

درېم د ګلګت بلتستان غوندې کونسل جوړل

او څلورم له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ګډول

د نوموړي په خبره پر وروستي ټکي باندې ټول اړونده یا متعلقه چارواکي سلا شوي دي.

پر دې مهال د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلو چ وویل، چې د فاټا ولس محرومیو ختمولو لپاره د فاټا اصلاحاتي کمېټي ګمارل شوې وه او دوی غواړي چې د فاټا ولس خپلې فیصلې په خپله وکړي او خپلواکه شي.

XS
SM
MD
LG