د لاسرسي ځای

د سردار مصطفا خان ترین زوی راخوشې کړل شو


سردار مصطفا خان ترین

سردار مصطفا خان ترین

د بلوچستان صوبې ښاروالۍ [بلدیات] وزیر سردار مصطفا ترین زوی اسد ترین چې دوه میاشتې وړاندې تښتول شوی وو راخوشې کړل شوی دی.

صوبايي حکومت په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو یې اسد ترین د پټو مالوتو په مرسته د کلا عبدالله ضلعې له دولنګۍ سیمې د تښوونکیو له ولکې راخوشې کړی دی.

خو په اعلامیه کې یې دا نه دي ویلي چې د هغه د تېښتولو په تور یې یوڅوک نیولی هم دی که یه.

اسد ترین د پښين کېډيت کالج کې دنده لرلهچېد مې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه له خپله کاره و کور ته پر لار ځینو ناڅرګندونو کسانو تښتولی وو.

د هغه د تېښتولو پرضد په پښین او چمن کې ټولو سیاسي ګوندونو بیا بیا احتجاجونه وکړل. خپله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محمود خان اڅکزي هم په چمن کې د هغه د تښتولو پرضد یوه لویه احتجاجي غونډه کړې وه.

د تښتول شوي اسد ترین پلارسردار مصطفا خان ترین د بلوچستان بلدیاتو وزیر دی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو له مرکزي غړیو څخه دی.

XS
SM
MD
LG