د لاسرسي ځای

م.م د بې وزله افغانانو لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره غوښتي


ملګرو ملتونو په راتلونکو څلورو میاشتو کې د افغانستان لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې.

تېر مازیګر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بشري مرستو مشر سټیفن اوبراین په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغانان له ((سختو کړاوونو سره مخامخ)) دي، په هغه هېواد کې د بې کوره کړل شویو شمېر په زیاتېدو دی، روغتیايي اسانتیاوې پکې ناکافي دي او ګڼ ماشومان ښوونځي ته د تګ امکانات نه لري.

نوموړي وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت په خرابېدو دی او زیاته یې کړه چې تر یو میلیون زیات افغانان بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG