د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د پولیس پر ګاډي چاودنه، اته تنه ژوبل


د پېښور پر ورسک روډ له مترا تاڼې سره نږدې پر پولیسو ګاډي بمي چاودنه کې اته پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

د مترا تاڼې یو پولس چارواکي مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه نن(پنجشبه) سهار نهه نیمې بجې په ورسک روډ دارمنګي کلي کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وینا دا یو ریموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې د پولیسو د چټګ غبرګون ځواک پر ګاډي ترسره شوه.

د پېښې په ځای کې د پېښور اېس اېس اپرېشن عباس مجید مروت خبریالانو ته وویل چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دپولیسو کارکردګي ښه شوې ده او په دې وجه پولیس په نښه کېږي.

((په دې برید کې زموږ د چټک غبرګون ځواک یو ګاډي په نښه شوې ده، د سړک د غاړي ښخ شوي بم وزن څلور کلو ګرامه و او دې کېزموږ اته ځوانان ژوبل شوي دي. هره ورځ زموږ لخوا دوه درې د لټون عملیات ترسره کېږي او د پولیسو کارکردګي ښه شوې ده نو پر دې وجه په پولیسو بریدونه زیات شوي دي))

د لیډی ریډنګ روغتونه د خپور شوي بیان ترمخه په ژوبل شوو اتو پولیسو کې د یو تن حالت د اندېښنې وړ دی.

د دې پیښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

XS
SM
MD
LG