د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې جګړه روانه ده


وسله والو طالبانو د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار امنیتي کمربند مات کړي او د یو شمیر امنیتي پوستو تر سقوط وروسته اوس ښار ته داخل شوي دي.

پر ولایت مقام هوايي ډګر او امنیه قومندانۍ سخته جګړه روانه ده.

افغان چارواکي وايي،د پنجشنبې له سهاره راهیسې د مرکز ترینکوټ په زیات شمېر سیمو کې جګړه روانه ده او وسله وال طالبان د هوايي ډګر، امنیې قوماندانۍ او ولایت مقام د نیولو په هڅه کې دي.

درې ورځي مخکې په ناځاپي ډول دغه جګړې د اروزګان په څنډو کې پیل شوې.

د اروزګان د امنیت امر عبدالقوي نن(پنجشبه) تر غرمې مخکې مشال رادیو ته وویل چې دوی د ښار په دروازو کې له وسله والو طالبانو په جګړه بوخت دي.

د امنیت د امر په وینا جګړه په داسې خطر ناک حالت دی کې چې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو معلومات تر لاسه نه دې معلوم.

(( خلک ښار دروازو ته داخل شوي موږ هم ډلې یو معلومات نشته یو د بل حال نه لرو .))

د معلوماتو په اساس له ترینکوټه ټول دولتي مامورینو هوايي ډګر او د ملي اردو لیوا ته پنا وړې او ځنیو نورو بیا د کندهار پر لور حرکت کړی.

دغه راز د مرکزي محبس ټول بندیان هوايي ډګر ته انتقال شوي.

ویل کېږي چي د ترینکوټ مرکز ته له کندهاره یو شمېر مرستندویه سرتېري هم رسېدلي.

د روزګان د ولايتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزي وايي، چې له مرکزه نه پاملرني په صورت کې د روزګان د سقوط احتمال شته، ځکه هغه سرتېري چې په جګړه بوخت دي د مهماتو له کموالي سره مخ دي.

یو شمیر هغه قومندان چې د ترینکوټ ښار د امنیتي کمربند ساتنه يې کول د ولایتي شورا د مشر د خبرو په تاید وايي چې د مهماتو د کموالي په وجه يې امنیتي پوستې طالبانو ته پرېښي دي .

(( قومندان ته مي وویل چې وسلې راکه ماته يې ۵۰۰میرمۍ راکړي ما ورته وویل چې بسته قرارګاه په ۵۰۰ مرمیو نه ساتل کېږي قومندان ویل قرارګاه ایله که ما هم ایله کړه اوس دا پوستې ته راغلو، غوښتنه مو داده چې کومک راکړي دا اخري پوسته که دا هم ولاړه روزګان سقوط کوي)).

بلخوا دروزګان امنیه قومندان او د شهرا پولیسو مشر یو بل له طالبانو سره په همکاري تورن وي.

امینه قومندان محمد ویس صمیمي وايي له دندو ګوښه شوي کسان په جګړه کې د طالبانو مرسته کوي.

د ده په وینا چې ګڼې پوستې له مقاومت پرته وسله والو ته سپارل شوي.

په داسې حال کې چې په بشپړ ډول اکمال وي.

په عین وخت د اروزګان امنیت پخواني امر او د وژل شوي قومندان مطیع الله ورور رحیم الله خان چې اوس د شهرا پولیسو مشر دی امنیه قومندان تورن وي چې له وسله والو طالبانو سره يې د اروزګان د سقوط معامله کړی.

وسله وال طالبانو هم په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړي چې مرکز ترینکوټ ته د دا خلیدو سره يې پر دولتي تاسیساتو حملو دوام ورکړي.

د طالبانو په ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دغه حملو کې په زیات شمېر افغان ځواکونه وژل شوي یو شمېر ورته تسلیم شوي او دغه راز په زیات شمېر وسلې او مهمات يې تر لاسه کړي دي. خو د اروزګان امنه قوماندان وایي چې د طالبانو حملې مخه نیول شوي او په شا يې تمبولي دي.

راپور محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG