د کوزو مومندو په مېچنۍ کې وسله والو پر یو کور بريد کړی چې پکې یوه ښځه وژل شوې ده.
د امنیتي ځواکونو په وینا، دغه برید د موصل کورونو له قبیلې سره تړاو لرونکي ملک ناصر خان په کور شوی دی.
دغه برید بېګاه د شپې دولس بجې شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، دغه برید د ملک ناصر خان په کور یې لاسي بم توغولی چې پکې د هغه ورېندار وژل شوې خو د کورنۍ نورو غړو ته زیان نه دې رسېدلې.
د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.