د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو له لوري د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي او ځمکني بریدونو له امله د یوه قوماندان حمزهپه ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې ډاډسن موټر هم په بشپړه توګه تخریب شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لورېدوه ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو په ضد عملیات پیل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG