د لاسرسي ځای

تازه خبر

د توکو لېږدولو لومړنی ریل ګاډی افغانستان ته ورسېد


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چین څخه د سوداګریزو توکو د لومړني کاروان د رارسېدو له ...

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چینه د سوداګریزو توکو د لومړني کاروان د رارسېدو له امله خوښي وښوده او دا یې دغه هېواد ته د چینایي کالیو تر ټولو ارزانه او لنډه لاره وګڼله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د چین او افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د غوړېدو لامل شوی او د افغاني او چینایي کالیو د صادراتو او وارداتو لپاره یې لا ډېر سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

۸۴ کاټینره سوداګریز توکې چې ۱۲ ورځې مخکې راروان کړل شوي و نن د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د حیرتانو سوداګریز ښارګوټي ته راورسېدل.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي مشال راډیو ته وویل، د افغانستان او چین تر منځ د اوسپنې پټلۍ د ارزښت په اړه داسې وویل:

"د اوسپنیزې پټلۍ قطار چې د تېرې میاشتې په ۲۵ مه له چینه حرکت کړی و، ۸۴ کاټینرونه په دوو کاروانونو کې حیرتان بندر ته راورسېدل، دغه لاره د چینایي او افغاني کالیو د صادراتو او وارداتو لپاره تر ټولو ارزانه او لنډه ده چې کولی شي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل شي."

ښاغلي قوقندي د افغاني کالیو لپاره چین د یوه لوی بازار په توګه یاد کړ او ویې ویل چې قالینې، زعفران، وچه او لمده میوه او د مرمرو ډبرې د افغانستان عمده صادرات دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د اوسپنې پټلۍ د افغانستان او چین هېواد د اقتصادي پلانونو یوه برخه ده چې د یوې نوې سوداګریزې لارې په توګه طرحه شوې او دغه پروګرام د چین د ولسمشر لخوا د، یوه لاره یو کمر بند په نامه په کال ۲۰۱۳ کې پیل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي چې دغه کاروان به په میاشت کې دوه ځلې سوداګریز توکي له هایمن ښاره، حیرتان ښارګوټي ته انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزارت په خبره چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان او ایران تر منځ اوسپنیزه پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به د ترکمنستان او د اقینې ښارګوټي تر منځ اوسپنیزه پټلۍ پرانیستل شي.

په افغانستان کې د نوي نظام په راتلو سره، د افغانستان لومړنۍ د اوسپنې پټلۍ په کال ۲۰۰۸ میلادي کې د ایران لخوا بشپړه شوه او اوس د ملي یوالي حکومت په دې هڅه کې دی چې د اوسپنې د پټلیو لا ډېرې پروژې عملي کړي.

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د اوسپنې د پټلیو په واسطه د نورو هېوادونو او سیمو سره سره د افغانستان د نښلولو له امله د حکومت ستاینه کوي چې په دې کار سره به له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې راکي شي.

د اقتصادي چارو کار پوه سیف الدین سیحون مشال راډیو ته وویل چې دغه اوسپنیزه پټلۍ نه یوازې د افغانستان او چین تر منځ د کالیو د صادراتو او وارداتو لپاره بلکې د اوږده وخت لپاره د افغانستان د طبیعي زېرمو د صادرات لپاره هم ډېر ګټور دي:

سیحون:په اوږد مهال کې له یوه نظره دغه اړیکې ډیرې مهمې دي.
سیحون:په اوږد مهال کې له یوه نظره دغه اړیکې ډیرې مهمې دي.

"په اوږد مهال کې له یوه نظره دغه اړیکې ډیرې مهمې دي چې هغه د افغانستان د طبیعي زیرمو لېږد دی، دغه هېواد اړتیا لري چې د حیرتانو بندر له لارې د مس عینک معدن هم تمدید کړي تر څو خام اوسپنیز او مسي مواد چین ته صادر کړی شي."

نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته او نړۍ سره خپلو سوداګرزو اړیکو ته وده ورکړي او د بهرنیو پانګونو ته هم لاره هواره کړي.

راپور: سحرګل امیرزی

XS
SM
MD
LG