د لاسرسي ځای

مخدونیا:یوه الوتکه نسکوره شوې شپږ کسان وژل شوي


یوه شخصي الوتکه چې د ایټالیا له شمالي ښار ( تري ویسو ) څخه ( کوسووو) ته د الوت په حال کې وه، د مخدونیا په غریزه سیمه کې راپریوتې چې له کبله یې په الوتکه کې سپاره شپږ کسان وژل شوي دي.

د مخدونیا چارواکي وايي، په دغو شپږو تنانو کې څلور یې ایټالویان او دوه نور یې د کوسوو اتباع وو.

د الوتکې پیلوټ تر حادثې وړاندې د ( سکوپ یې ) هوايي ډګر له چارواکو غوښتي وو چې د تیلو د اخیستلو لپاره دې ورته د کوزېدو اجازه ورکړل شي، خو د کوم بیړني حالت اشاره یې نه وه کړې. خو لږه شیبه وروسته الوتکې د له هوايي ډګر سره خپل ارتباط شکولی و.

د الوتکې ملبه موندل شوې او د غورځېدو د علت د معلومولو لپاره یې پلټنې پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG