د لاسرسي ځای

د وژل شوي وکيل عطاالله خان ماشومان په مرګ هم پوهېږي او د مرګ په درد هم. دوی د خپل پلار په وينو سور او شليدلی قميص په سينه پوري نېولی ګرځوي.

څلور وروڼه دي، دوه و وژل شو، دريم نه په مړي او نه په ژوندي حساب دی او څلورم بيا د وروڼو د بايللو او يتيمانو د ساتلو له کړاوه تېرېږي.

کورته ته د مرګ او غم خبرونه په يوه ورځ نه دي راغلي بلکې کال پر کال را رسېدلي دي.

لومړی ورور يې احسان الله و چې پوليس افسر و، د کال ۲۰۱۴ م د اکتوبر په ۱۹ نيټه وسله والو و ویشتی، له مرګه را ووت خو په ژونديو هم نه دی حساب.

عطاالله خان په کوټه کې پر وکيلنو شوي بريد کې و وژل شو.

عطاالله خان په کوټه کې پر وکيلنو شوي بريد کې و وژل شو.

دده په سر کې ګولۍ لګېدلې وه چې اوس يې د بدن غړي کار نه کوي.

يو کال لا نه و پوره شوی چې د کال ۲۰۱۵ م د جولايي پر ۱۳نيټه يې دويم ورور حفیظ الله امين چې هغه هم پوليس چارواکی وو په کوټه کې وسله والو په نښه کړ او ځای پر ځای مړ شو.

مشر ورور عطاالله چې وکيل وو او د غم ځپلي کور بل مشال وو،په ۲۰۱۶ م کال د اګست په اتمه نيټه په کوټه کې پر وکيلانو په شوي بريد کې و وژل شو.

عطا والله خان په پوهنتون کې زما هم صنفي وو او وروستی ملاقات مې په کال ۲۰۱۵ م کې د کوټې په عدالت کې ورسره شوی وو.

د درې زامنو درد مور د زړه په ناروغۍ اخته کړې ده. نفسياتي حالت يې داسي دی چې د کور يو فرد بهر وتو ته نه پرېږي.

د وکيلانو په يونيفارم کې و، اسناد يې په لاس کې و او چې يې شاوخوا لس کاله وروسته وليدم نو راتر غاړې واتی.

موږ د يادونو شکور خلاص کړ او هره شيبه او کيسه مو سره وکړه.

د عطاوالله انداز دا وو چې تر خبرې له مخه به موسکا شو چې پکې به شوخي کمه خو حیا زياته نغښتې وه.

دده موسکا د کشر ورور بسم الله خان تر ټولو د خوښې ادا وه.

خو له مرګ وروسته يې هغه خبره زيات ځوروري چې يوه ورځ وړاندې دواړه د يوې ګاونډۍ ښځې جنازې له ورلاړل نو هغه هم هلته ښخه کړل شوه چرته چې يې د ورور حفیظ الله قبر و.

عطاوالله بسم الله ته وويل دا ښه شوه چې راغلو او پکار دی مړی هير نشي. خو يوه شپه وروسته عطاالله پخپله د ورور له قبر سره ښخ کړل شو.

خو دده تر ټولو ماشومه لور مرګ نه پېژني او تېره ورځ يې تپوس وکړ چې ورور جان چرته دی؟

خور يې ورته وويل : چې هغه خو جنت ته تللی دی،

دې په ځواب کې وويل ؛ راځئ موږ هم ورپسې جنت ته لاړ شو؛

خو پاته نور ماشومان په مرګ هم پوهېږي او د مرګ په درد هم.

دوی د خپل پلار په وينو سور او شليدلی قميص په سينه پوري نېولی ګرځوي.

معذوره ورور احسان الله چې په کومه ورځ د عطاالله له مرګه خبر شو نو ورباندې دوره راغله.

د هغه يو لاس لږ حرکت کولای شي او کله نا کله په خوځولو سره پوښتنه وکړي،ورور مې چا و واژه؟

دی چې له چا پوښتنه کوي هغه ګونګی نه دی خو د ترهري په تارونو يې شوندې ګنډل شوې دي.

جبر خو دې ځای ته رسېدلی دی چې څوک پوښتنه راپورته کوي هغه پخپله يو پوښتنه شي؟

د کوټې په بريد کې ۵۶ قانون پوهان وژل شوي وو.

د کوټې په بريد کې ۵۶ قانون پوهان وژل شوي وو.

د درې زامنو درد مور د زړه په ناروغۍ اخته کړې ده.

نفسياتي حالت يې داسي دی چې د کور يو فرد بهر وتو ته نه پرېږي.

څوک لا وتلی نه وي چې ورپسې ټيلي فون وشي چې راغبرګ شه.

د وطن د هري مور په شان د عطاالله مور هم دې نتېجې ته رسېدلې ده چې ژوند اوس يوازي څلور ديوالونو ته رامحدود شوی دی او بهر يوازي مرګی ګرځي.

XS
SM
MD
LG