د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ارزګان کې لږ تر لږه ۴۰ وسله وال په وروستیو نښتو کې وژل شوي دي.
د کورنیوچارو وزارت پر ویب پاڼه د سېشنبې په ورځ ویل شوي چې دې وسله والو په ترینکوټ کې د پولیسو پر پوستو حمله کړې وه .
د دې وزارت په وینا، له دې حمله کونکو سره په وسله واله نښته کې ۵ پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۸ تنه زخمیان دي.
وسله والو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.