د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: بمي چاودنې پنځه کسان ژوبل کړي


د جنوبي وزیرستان حکومتي چارواکو نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې په واڼا کې د سرک غاړې بمي چاودنه کې پنځه کسان ژوبل شوي دي.

د پولیټیکل انتظامیې د معلوماتو پر اساس د واڼې په رستم بازار سیمه کې په ځمکه ښځ کړای شوی یو ماین چاودیدلی چې خلک یې ژوبل کړي دي.

انتظامیه وايي ژوبل کسان نږدې سرکاري روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او اوس د هغوی حالت له خطرې بهر دی.

د بمي چاودنې پره چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG