د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو سپارښتنې په نهم سپټمبر قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي


فاټا اصلاحاتي کميټۍ سفارشات به د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولې شي

د قبايلي سيمو د راتلونکي پحقله تيار کړې شوي سپارښتنې به د روانې مياشتې په نهمه نيټه د بحث لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولې شي.

د حکمران ګوند مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين مشال رېډيو ته وويل چې د راروانې جمعې په ورځ به د فاټا اصلاحاتي کميټۍ لخوا تيار کړې شوي سفارشات د وزيراعظم نواز شريف په موجودګۍ کې به قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولې شي.

د نوموړي وينا وه چې د وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز به د سفارشاتو پحقله په قامي اسمبلۍ کې تفصيلي خبرې کوي او ورستو به سفارشات د بحث لپاره وړاندې کړې شي.

شهاب الدين زياتوي چې امکان دې چې تر راتلونکي مياشتې پورې به په سفارشاتو بحث روان وي.

بلخوا د آل فاټا سياسي اتحاد صدر نثار مهمند وايي چې د قبايلي سيمو پارلماني استازي دغه سفارشات اسمبلۍ ته وړاندې کولو پرځايې صرف نېټې ورکوي نو د فاټا اولس يې تر هاغې په خبرو يقين نه لري چې ترڅو دا سفارشات وړاندې نکړې شي.

د ذکر ده چې حکومت تيره میاست اعلان کړې و چې د فاټا اصلاحاتو سفارشات به د روانې مياشتې په دويمه نيټه د بحث لپاره قامی اسمبلی ته وړاندې کوي خو د ځنو نورو معاملاتو په وجه په ياده نيټه دغه سفارشات وړاندې نکړل شو.

ياده دې وي چې د سرتاج عزيز په مشرۍ کې جوړې کړې شوې فاټا اصلاحاتي کميټۍ د قبايلي سيمو راتلونکي پحقله خپل سفارشات تيره مياشت وزيراعظم نواز شرییف ته ليږلې و چې پکې يې ويلي دي چې فاټا له د ځان له صوبي درجه ورکولو او يا د ګلګت بلتستان پشان کونسل جوړولو پر ځايې دې قبايلي سيمې مرحله وارې په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړې شي.

په سفارشاتو کې وويلي شوي دي چې په فاټا کې دې په راتلونکي کال کې بلدياتي ټاکنې وکړې شي او دې لپاره دې د خيبر پښتونخوا په اليکشن کميشن دفتر کې يو بيل يونټ جوړ کړې شي.

په فاټا کې دې د خاصه دارو قوت او معيار دومره ښه کړې شي چې دوي د دې جوګه شي چې په راتلونکي څلورو نه تر پنځه کالو کې د پاکستان پوځ پرځايي ډيوټي ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG