د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د د غیر معیاري پاپړو کارخانې وتړل شوې


د سوات ضلعي انتظاميې او د خوارک محکمې په ګډه په مېنګوره کې د غير معياري پاپړو او چپسو کارخانې تړلې دي او د هغوی پرضد يې مقدمې درج کړي دي.

د سوات ضلعي انتظاميې مرستيال مشر اې سي جمال ناصر وايي چې له تېرو څوو مياشتو راهیسې ورته ته ولس او د صحت محکمې کارمندانو شکايت کړي چې په مېنګوره ښار کې يوشمېر کارخانې غير-معياري پاپړې او چیپسونه جوړوي چې په ټول ملاکنډ ډويژن کې یې زياتره ماشومان خوري نو ځکه مو د دغه کارخانو پرضد د کاروايي فيصله وکړه.

نوموړي وویل، په دغه کارخانو کې غير معياري غوړي استعمالېږي او بل دغه کارخانې د روغتیا له پلوه هم په سمو ځایونو کې نه دي جوړې او یو شمېر یې د استوګنې په سیمو کې دي او پرضد به یې کاروايي جاري ساتل کېږي.

د پاپړو دغه کارخانې له تېرې څه مودې راهیسې د استوګنو سیمو کې پاپړ تياره وي او روزانه په لسګونه ډکې ټرالۍ ترې بېلا بېلو سيمو ته وړل کېږي.

د سوات ضلعي خوراک محکمي کنټرولر ابوبکر وايي، د قانون له مخې دغه ډول تیارېدونکي د خوړو څیزونه باید ليبارټري ته یووړل شي خو دلته په ډاګه ښکاري چې دغه ټول شيان غير معياري او ګنده دي او یوشمېر بيماريانې ترې راولاړېږي.

پاپړ زياتره له مېدې او نورو شيانو څخه تيارېږي او پرې د خوند لپاره مصالحې اچول کېږي.د پاپړو، چپسو او نورو غيرمعيار شيانو استعمال په اړه مو چې کله د سوات سيدو شريف ماشومانو وارډ ډاکټر زين العابدين څخه وپوښتل نو هغه وويل، هرقسمه پاپړ د ماشومان صحت لپاره ښه نه وي. دوی وايي چې که ماشومان د پاپړو او چیپس پرځای ښه خواړه کوي نو صحتمند به وي. دوی زياته کړه چې د پاپړو خوړلو له وجې روزانه يوشمير ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته وروړل کېږي.

د سيدوشريف يو زلمی ارشاد علي چې د دوايانو په کمپنۍ کې کار کوي وايي، ماشومه یې د پاپړو له وجې دا وخت په هسپتال کې داخله کړې ده او ډاکټر وايي چې معده يې زخمي شوې ده. دا ماشومه به ټول عمر اوس پاپړ يا چیپس نه خوري.

د مشال راډيو خبریال په سوات کې د پاپړو کارخانو له مالکانو سره بیا بیا د خبرو هڅه وکړه خو هغه ډډه کوله.

XS
SM
MD
LG