د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا مرکز ګردیز کې پارک تفريحي جوړېږي


د پکتيا په مرکز ګردېز کې د نږدې ۲۲ ميلیونه افغانيو په لګښت د يو تفريحي پارک جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغه پارک د کار د پرانيستنې مراسمو کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې د دې پارک د جوړېدو له چارو به خپله څارنه کوي.

نوموړي وویل چې په پکتيا کې به د نورو پارکونو د جوړېدو لپاره زمينې برابرې کړي او هڅه به وکړي چې ډېر ژر د ځوانانو د سالمو بوختياوو او تفريح لپاره نور نوي تفريح ځايونه جوړ کړي.

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد وویل چې د دغه پارک ټول لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي.

پخوا تر دې په ګردېز ښار کې يوازې یو تفريحي پارک موجود و.

د پکتیا اوسېدونکي د یاد پارک د کار په پیلېدو سره خوښي ښيي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG