د لاسرسي ځای

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۶۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه وزارت لخوا نن(سېشنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار جوزجان، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

دفاع وزارت وایي، د یادو عملیاتو پرمهال د ملي اردو ۱۵سرتېري هم وژل شوي.

تردې وړاندې هم افغان ځواکونو د وسله والو مخالفانو د ځپلو په هدف بېلا بېل عملیات کړې دي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG