د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلېنټن د امریکا انتخاباتو کې د روس مداخله غندلې


د امریکا د ډیموکريټک ګوند ولسمشریزې کاندیدې هیلري کلنټن په راتلونکي انتخاباتو کې د روس د مداخلت په اړه سخته اندیښنه ښودلې چې د نوموړې په نظر روس یې په ډیموکریټک ګوند او د امریکايي ووټونو په نظام د سایبر یا انټر نیټي بریدونو په ترڅ کې کوي.

هیلري کلنټن د دوشنبې په ورځ د خپل کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل اوس امریکايي استخباراتي کارکوونکي دا معامله څیړي او په سنجیدګۍ سره پرې غور کوي. نو دې حقیقت د انتخاباتي عمل په اړه ژورې پوښتنې راپورته کړي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د هېواد په انتخاباتي عمل کې یې کله هم بهرني مخالفو قوتونو لاسوهنه نه ده کړی او دا د اندیښنې وړ خبره ده.

هیلري کلنټن همدا راز وویل چې د هغې د مخالف ریپلیکن ګوند امیدوار ډونلډ ټرمپ له وجې داسې حالات جوړ شو ځکه چې هغه روس په امریکايي انتخاباتو کې مداخلت ته هڅوي.

نوموړې دا څرګندونې د تیرې جولای میاشت کې د ټرمپ هغه وینا ته په اشاره سره وکړې چې پکې هغه له روس نه د ډیموکرټیک ګوند د ایمېلونو غلا کولو غوښتنه کړې وه. ټرمپ وروسته ویلي وو چې هغه ټوقه کوله.

XS
SM
MD
LG