د لاسرسي ځای

تازه خبر

خامنايي: د حج انتظام دې له سعودي عربه واخیستل شي


د ایران ستر روحاني مشر آیت الله علي خامنايي د حج انتظاماتو په اړه پر سعودي عرب سختې نیوکې کړي دي.

نوموړي د دوشنبې ورځ په یو پیغام کې وویل، د نړۍ اسلامي هېوادونو ته پکار ده چې د حج مراسمو انتظامي چارې د سعودي عرب له واکه وباسي .

خامنايي وویل، د هغه څه په خاطر چې دا یې د خدای له مېلمنو سره د سعودي ظالمانه چلن بولي، پکار ده چې اسلامي نړۍ د سعودي عرب په دوو مقدسو ځایونو کې د حجمراسمو انتظام له نوې سره وڅېړي .

د ایران مذهبي مشر همدارنګه پر سعودي عرب انتقاد وکړ چې پروسږ کال د حج اداکولو مهال یې د ناسمو انتظاماتو له وجې په سلګونو حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی وو چې زیاتره یې ایرانیان ول.

خامنايي وویل سعودي عرب د هغو پېښو په اړه ډېر کم مالومات خپاره کړي او پر دې یې ټینګار کاوه چې د خلکو یوې ډلې د ګڼې ګوڼې پر مهال له نافذو قوانینو سرغړونه کړې وه.

په دې اړه د سعودي عرب دریځ لا هم مخې ته نه دی راغلی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG