د لاسرسي ځای

د دوشنبې په ورځ د لوګر پوهنتون د محصلانو لپاره د یوې دوه پوړیزې لیلیې د جوړولو چارې پیل شوې.

یاده لیلیه چې د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د هند د حکومت په مالي مرسته د پنځلسو میاشتو په موده کې جوړیږي، د دوه سوه محصلانو د اوسیدو ظرفیت لري.

د لوګر پوهنتون د لیلیې وداني به د اوسیدو ۲۴ خونې، د ناستې یو سالون، د اړتیا وړ اداري دفترونه او نور لازم ملحقات ولري.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس پوهنمل عبدالرحیمزي وویل، چې تر اوسه د پوهنتون د لیلیې د ودانۍ نشتون د یادې موسسې د ټولیز پرمختګ پر وړاندې مهمه ستونزه وه.

ده وویل، ددې ودانۍ په جوړیدو سره به د لوګر د لوړو زده کړو موسسې هر اړخیز پرمختګ ته لاره هواره شي.

د لوګر والي حلیم فدايي د یادې ودانۍ د کار د پیل په ځای کې وویل، چې پدې سره د پوهنتون د ودانیو د کمښت ستونزه څه نا څه هواریږي، ځکه تر اوسه پوهنتون لپاره پنځه اساسي ودانۍ جوړې شوې او یا يې ودانیزې چارې په بشپړیدو دي او دا به يې شپږمه وداني وي.

د لوګر والي د پوهنتون د پرمختګ لپاره په راتلونکې کې د شپږو اساسي کارونو د اجراء یادونه وکړه.

حلیم فدايي زیاته کړه:

((زموږ په پوهنتون کې باید راتلونکې کال کې د کرنې پوهنځي په ګډون یو شمېر نور پوهنځي ایجاد شي، د خصوصي او حکومتي پوهنتونونو د استادانو او محصلانو تر منځ د تجاربو د شریکولو لپاره لازمې زمینې برابرې شي، د پوهنتون علمي او اداري بستونه باید تکمیل شي، د پوهنتون لپارهماسټر پلان ترتیب شي او د پوهنتون په پنځه سوه جریبه ځانګړې شوې ځمکې څخه د چاردیوالۍ راتاو وول او د یو شمېر اداري ستونزو د اساسي هواري لپاره لارې چارې پیدا شي.))

د لوګر والي په خپلو خبرو کې د ځوانانو وغوښتل، چې ځانونه په هېوادنۍ روحیه سمبال کړي، خپل هېواد او نظام ته وفاداري ولري، ځکه د دې هېواد د امید سترګې یواځې نوي نسل ته دي.

نوموړي د ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه هم د ځوانانو د مهمو مسوولیتونو څخه وبلله او ټېنګار يې وکړ، چې یو شمېر خلکهڅه کوي، تر څو له ځوان نسل څخه د دوی د هېواد تاریخي کارنامې پټې کړي.

د لوګر پوهنتون یو تن محصل حکمت ولي ستانکزی وایي، زموږ د پوهنتون ودانۍ تر اوسه د تدریس لپاره ندي چمتو شوې، موږ په بل ځای کې درس وایو چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو، د دې تر څنګ زموږ پوهنتون د لوړو علمي رتبو والا استادان نلري، د نېټ ستونزه مو پر ځای پاتې ده، په پوهنتون کې اوبه نلرو چې هیله لرو دا ستونزې په خپل وخت حل شي.

یاده دې وي، د لوګر پوهنتون دا مهال د دارالعلوم په یوه ودانۍ کې فعالیت لري، د لوګر پوهنتون لپاره له دې مخکې ۳ تدریسي ودانۍ، یوه اداري ودانۍ او د یوې لیلې ودانۍ د بنسټ ډبرې پخوا ایښودل شوې وې، چې ځني ودانۍ جوړې شوي او پر ځنو يې کار روان دي، د لوګر پوهنتون دا مهال د ښوونې روزنې یو پوهنځی لري، چې د ۴۳ نجونو په ګډون په کې ۳۰۵ محصلان پر تحصیل بوخت دي.

XS
SM
MD
LG