د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لا هم ۲۲ بابه ښوونځي تړل شوي


د ننګرهار په تودو سيمو کې د درې مياشتینیو رخصتیو وروسته په سلګونه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستل شول او په لسګونه زره جینکۍ او هلکان په کې په زده کړو بوخت شول.

له درې میاشتینیو رخصیتو وروسته د ننګرهار د تودو سيمو د ښوونځيو پرانسته د دوشنبې په ورځ د غونډې په ترڅ کې وشوه، چې د بېلابېلو ښوونځيو مدیرانو په کې ګډون کړی و. د ننګرهار د پوهنې رياست تدریسي مرستیال اول ګل ابو زاهد د افغانستان د پوهنې د وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخې پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي ول.

(( د تودو سيمو نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پيلوو چې له بل هر وخته زموږ هیواد وال د علم او پوهي په ارزښت پوهيدلي دي. او په ښوونځيو کې د خپلو بچيانو د شمولیت د یو علم پال ولس په توګه ښيي چې د د بلې هرې انساني ټولنې په څېر د خپل هیواد پرمختګ ته ژمن دي.))

ابو زاهد په خپلو خبرو کې د ننګرهار د پوهنې رياست پر وړاندې لویه ننګونه د دغه ریاست په چوکاټ کې د مافیايي کړيو شتون وباله.

(( زموږ لپاره یو ستر افت د مافیا د ګروپ منحوسې څېرې دي. د جعلي اسنادو تهیه کول، د خپل جیب ډکول، د خلکو د حثیت پایمالول، زموږ د مدیرانو او اړوند مسوولينو مصروفول دا یو ستر افت دی. په اړوندو کشفي ادارو باندې غږ کوم چې دوی ولې په خوب باندې ویده دي.))

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشرې انیسې عمراني په والدینو غږ وکړ چې په خپلو لوڼو هم د خپلو زامنو په څير تعلیمونه وکړي.

(( زه فکر کوم څومر توجه چې د نارینه تعلیم ته شوی، د ښځينه وو تعلیم ته نه ده شوې. موږ او تاسو ګورو چې خویندې مو په کورونو کې له څومره ستونزو سره مخ دی، د راځئ چې په ګډه دغه ستونزې له منځه یوسو، زما په ټولو پلرونو او میدو دا غږ دی، لکه څنګه چې په خپلو زامنو تعليم کوي، دغه شان دې په خپلو لوریانو هم تعلیم وکړي.))

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په ننګرهار ۹۰۳ بابه ښوونځي دي چې په دې کې څه باندې اته سوه زره جینکۍ او هلکان په زده کړو بوخت دي. ۳۷۵ ښوونخي يې ودانۍ نه لري او په اچين،هسکه مېنه، کوټ او پچیرو اګام ولسواليو کې د دولت وسله والو مخالفینو ۲۲ بابه ښوونځي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG