د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کم عمرۍ ودونه د ماشومانو ماشومتوب وهي


د سوات دغه شپږ کلنه ماشومه خپل مور پلار په یوره کې ودوله.
د سوات دغه شپږ کلنه ماشومه خپل مور پلار په یوره کې ودوله.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له شپیتو تر اتیا فیصده نجونې په زور تر وخت مخکې واده شوي چې دې کار د هغوی د پرمختګ،تعلیم او ارامه ژوند مخه نیولې.

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، عامه پوهاوی زیاتول، د مقررو جوړول، د قانون تعدیل او د حکومتي ادارو د مسوولیتونو روښانه کول هغه مسایل دي چې د کم عمره ودونو مخنیوي لپاره د عمل په ملي پلان کې راغلي دي.

د یاد وزارت ځوانانو چارو معین کمال سادات وویل چې تر وخت مخکې ودونه باید د دې لپاره بند شي چې د ډېرو افغان مېرمنو ژوند یې له کړاونو سره مخامخ کړی دی.

(د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت په دې اړه له قومي مشرانو، دیني علماوو، د ځوانانو له ټولنو، ژونالیستانو او نورو برخو سره کار کوو چې څنګه دې غیر اسلامي او غیر قانوني پدیدې ته د پاي ټکی کښیږدو او یوه سالمه ټولنه رامنځته کړو.)

د ښځو چارو وزارت هم د کم عمره ودونو مخنیوي لپاره د هرې هڅې په ملاتړ سره وايي چې ملګرو ملتونو سازمان افغانستان په هغه لیسټ کې په ۴۱ مقام راوستی چې څه باندې دېرش فیصده ښځې یې تر وخت مخکې واده شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له شپیتو تر اتیا فیصده نجونې په زور تر وخت مخکې واده شوي چې دې کار د هغوی د پرمختګ،تعلیم او ارامه ژوند مخه نیولې.

اخوا د ملګرو ملتونو د وګړیو بنسټ (یو . ان . اف . پي . اې) استازي وايي چې شپږویشت فیصده افغان میرمنې د وخت مخکې ودونو له امله مړې شوي او اوس هم ۴۶ فیصده نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې ودېږي.

د دغه سازمان استازي وینیټ شرما د دوشنبې په ورځ په کابل کې د کم عمر ودونو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل چې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو له مخې ودونه باید د دواړو لوریو په موافقه وشي خو په افغانستان کې دا مساله هېڅ نه رعایتېږي.

(په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ د شویو سروې ګانو له مخې پنځلس فیصده ښځې له پنځلس کلنۍ مخکې واده شوي دي. ۴۶ فیصده یې له اتلس کلنۍ مخکې واده شوي. دا مساله یعنې تر وخت مخکې ودونه د ماشومانو ماشومتوب ختموي او د هغوی د تعلیم او روغتیا له حقونو او خدمتونو بې برخې کوي.)

د ملګرو ملتونو د وګړیو بنسټ چې د کم عمر ودونو د مخنیوي د طرحې تمویل په غاړه لري وايي چې وادونه باید په ټول افغانستان کې ثبت شي څو د جبري او کم عمره ودونو مخه ونیسي.

اخوا په ولسي جرګې کې د ښځو چارو د کمیسیون مشره فوزیه کوفي وايي کم عمره ودونه یو ټولنیز دود دی او باید په له منځه وړلو کې یې دیني عالمان لاس په کار شي او د اسلامي شریعت په اساس د دې کار په اړه د خلکو ذهنونه روښانه کړي.

صفي الله ستانکزی آزادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG