د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندز زال ولسوالۍ افغان سربازانو بیرته ولکه کړه


د کندز سیمه یز چارواکي وایې چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د قلعه زال ولسوالۍ مرکز بیرته د حکومت تر کنټرول لاندې راغلی دی.

د دغه ولایت د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپي ازادي راډيو ته وویل چې لاهم د افغان ځواکونو عملیات روان دي او ډير ژر به دا ولسوالي په بشپړه توګه افغان ځواکونه ونیسي.

ښاغلي ساپي وویل چې په عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمیر په اړه یې څه ونه ویل.

دغه ولسوالي له تیرې یوه میاشت څخه د وسله والو مخالفانو په لاس کې ده خو لاهم طالبان ادعا کوي چې په دغې ولسوالۍ بشپړ کنټرول لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه ادعا کوي چې افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو د کندز سیمېز چارواکي دا ادعا ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG