د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ولس د نور پاکستان غوندې قانون غواړي


د قبایلي سیمو ولس وايي، که څو هم راتلونکې نوي قانوني بدلون ته خوشاله دي، خو نه دي خبر چې دغه بدلون به له موجوده اېف سي آره څومره بدل وي.

ولس د اېف سي آر قانون له ستونزو سره مخامخ دی او غواړي چې باید نوی قانون یې په نور پاکستان کې د نافذ هغه په شان وي.

حسرت خان مومند وايي، په ټول قام کې چې له یو چا یوڅه جرم وشي، نو د شریکې زمه وارۍ تر قانون لاندې د ټول قام وګړي ونیول شي او بله دا چې په اېف سي آر قانون کې یو پولیټکل ایجنټ د قبایلي ایجنسۍ بادشاه وي.

یو قامي مشر نیازملي خان وايي، اېف سي آر قانون نېغ په نېغه متاثره کړي دي، دی وايي، خبر هم نه وو، او یوه ورځ د خاصه دار غړي ورغلل، او د یو چا د جرم په تور یې دی بندي کړ:

(دکان کې ناست وم او د (خاصه دار غړي) راپسې راغلل، اوچت یې کړم او جېل ته یې بوتلم، ما ترې تپوس کاوه(چې ولې مو راوستی یم) ویل یې خبرې مه کوه، او درې ورځې پس راته معلومه شوه چې زما یو لیرې کلیوال یو جرم کړی و.)

دغه ټولو کسانو غوښتل چې د قانون بدلون لپاره د کمېټۍ لخواه په سپارښتنو یې باید یو څوک پوهه کړي، چې دا نوی ممکنه قانون به تر اېف سي آره څومره بدل وي.

له باجوړ ایجنسۍ د پارلمان غړي شهاب الدین خان د دغه ممکنه بدلون په اړه وویل:

(په دې [وړاندې کړل شوي بل] کې راغلي دي چې ایف سي آر به ختمېږي، د های کورټ او سپریم کورټ اختیارات به (قبایليسیمو ته) غځول کېږي. په فاټا کې به عدالت موجود وي. هره قبایلي ایجنسي به یو ضلع جوړول کېږي. ډي پي او (ډسټرکټ پولیس افیسر) د عهدې برابر تن به د لیویز فورس مشری کوي، او باقاعده به ایف آی آر لیکل کېږي.)

شهاب الدین خان زیاته کړه، نوی ممکنه راتلونکې قانون چې [ د بل په شکل کې وړاندې کړل شوی دی) پکې دا خبره هم لیک ده، چې فاټا به په راتلونکیو پنځو کلونو کې د خیبر پښتونخوا برخه ګرځول کېږي:

(د دې اولنی شق هم دا دی چې بې کوره کړل شوي خلک به خپلو کورونو ته ستنول کېږي، آباد کاري به کېږي، او د ړنګو کورونو معاوضې به هم ورته ورکول کېږي.)

شهاب الدین خان پر ولس هم غږ وکړ چې باید راټول شي، او د یاد بل د منظورولو لپاره پر حکومت زور واچوي، د ده په وینا چې د نوي قانون په جوړېدو ۹۵ فیصده کار پوره شوی دی.

XS
SM
MD
LG