د لاسرسي ځای

د افغانستان دفاع وزارت وایې چې د پکتیا جانيخېلو ولسوالي د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه وتوانیدل چې دغلته د وسله والو ځالې له منځه یوسي.

نوموړي وویل چې دا مهال د جاني خیلو په ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات روان دي.

د پکتیا جاني خیلو ولسوالي له تیرو لسو ورځو راهیسې د وسله والو مخالفانو په لاس کې وه.

XS
SM
MD
LG