د لاسرسي ځای

تازه خبر

"راستنيدونکو افغان کډوالو ته دې ښارګوټی جوړ شي."


له کله راهيسې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير پيل شوی په جلال اباد ښار سربيره په يو شمير ولسواليوو کې هم د کورونو کرایې لوړې شوي دي. د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وايي تر هغې چې افغان دولت د کډوالو لپاره منظم ښارګوټی جوړوي، راستنېدونکو کډوالو ته دې د سرپناه لپاره خيمې ورکړل شي.

له تېرو دوه میاشتو راهيسې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پیل شوې، هره ورځ د تورخم له لارې له څلورو څخه تر پينځو سوو پورې کورنۍ هيواد ته راستنېږي چې اکثره يې په ننګرهار کې پاتې کيږي. د ننګرهار د ولایتي شورا غړي په دولت غږ کوي چې د دې کډوالو لپاره دې يو ښارګوټی جوړ کړل شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري په دې اړه نن مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: (( اوس چې موږ ګورو دلته عدالت هم نشته، انصاف هم نشته، د قانون حاکميت هم نشته، د کورونو کرایه ګانې هم ډېرې لوړې شوي دي او د کډوالو د خېمو لپاره هم سم ځای نشته. ولسمشر دې هغو خلکو ته چې په خپله خوښه هيواد ته راستنيږي، د ژوند کولو لپاره زمکې ورکړي.))

د ولایتي شورا يو بل غړی اسرارالله مراد بيا وايي تر هغې چې دولت دغه راستنېدونکو کډوالو ته په منظمه توګه ښارګوټي جوړوي، تر هغې دې ورته د سرپناه لپاره خېمې ورکړل شي.

((کرايانې ډېري دي چې د هر راستنېدونکي تن د وس خبره نه ده.))

'په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دولت په پام کې لري چې دغه راستنېدونکو ته په نيږدې راتلونکي کې کورونه جوړ کړي.

(( له مرکز څخه د کډوالو چارو ادارې مرستيال په مشرۍ کې د نړیوالو مرستندویه ادارو په ګډون ننګرهار ته سفر درلود چې د دې سفر پر مهال يې کډوالو سره د نورو مرستو د تر سره کولو تر څنګ بېلابېلې سیمې له نيږدې وڅارلې، چې د دوی لپاره څو ښارګوټي جوړ کړي. دوی دغه راپور له ولایتي ادارې سره هم شریک کړی او مرکز ته دغه معلومات انتقال شوي او موږ هیله مند یو چې د څو ښارګوټو منظوري ډېر ژر راشي او هغه کورنۍ چې راستنې شوي، د دوی لپاره د اوسیدو مناسب کورونه جوړ شي.))

یاده دې وي چې د تيره اوونۍ له پاکستانه د افغان کډوالو يو پلاوی د همدې ستونزې د حل په موخه کابل ته راغلی و او ولسمشر محمد اشرف غني سره يې د راستنېدونکو ستونزې شريکې کړې وي.

ولسمشر دوی ته ډاډ ورکړی وو چې راستنېدونکو افغانانو ته به د ژوند ټول سهولتونه برابروي.

XS
SM
MD
LG