د لاسرسي ځای

اوباما د اسیا په وروستي سفر چین ته رسېدلی


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د جي شل په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن(شنبه) چین ته ورسیده.

دا به اسیا ته د ولسمشر په توګه د اوباما اخري سفر وي.

د چین په هانګ ژو ښار کې د سرمشریزې پر مهال به د پانګوني او اقتصاد په اړه خبرې کېږي.

تمه ده چې ولسمشر اوباما به د غونډې پر مهال د اقلیم د بدلون لپاره خپل کارونه هم څرګند کړي.

نوموړی به د چین له ولسمشر شي جین پنګ سره هم ویني چې دواړه هېوادونه به د نړیوالې تودوخې د ختمولو په اړه د پاریس پر لوظنامه په رسمي توګه د برخې اخیستو اعلان هم وکړي.

د سرمشریزي په څنډه کې به ولسمشر اوباما له خپل ترک سیال رجب طیب اردغان سره هم وویني .

د جي شل سرمشریزې وروسته بهاوباما د جنوب ختیځ اسیايي هېوادونو تنظیمپه غونډه کې د ګډون لپاره لاوس ته هم ځي.

XS
SM
MD
LG