د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ۷۹ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ګډونو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۷۹ وسله وال وژل شوي او ۲۹ تنه نور زخمیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ګډونو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۷۹ وسله وال وژل شوي او ۲۹ تنه نور زخمیان شوي دي.

د دغه وزارت لخوا نن(شنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا عملیات په تېرو۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، پروان ، غزني، پکتیا پکتیکا، خوست، کندهار او یوشمیر نورو ولایتونو کې شوې دي.

دفاع وزارت وایي د دغو عملیاتو پرمهال لس افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي .

بلخوا د افغانستان د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او څلور نور زخمیان دي.

د دغه ولایت لخوا نن(شنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو قومندان ملارحمت الله له ۳۰ نورو ملګرو سره وژل شوی او ملا ناصر له خپلو څلور ملګرو سره ټپي شوی دی.

خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG